IQNA

  د غزې د جګړې په اوج کې فلسطینی ماشوم د ټول قرآن حافظ شو

12:04 - September 15, 2025
د خبر لمبر: 3491709
 ایکنا - «البراء»، ۱۲ کلن فلسطیني ماشوم دی چې په غزې   تړانګې کې د جګړې او بمباریو له دوام سره سره دټول  قرآن په حفظ کې بریالی شو.

  ایکنانیوز د الوطن  له قوله راپور راکړی، دغه  ۱۲ کلن فلسطینی ماشوم په غزې کې د دوامدارو چاودنو ، د جنګي الوتکو  له غورا  او د دغې سیمې د  خالی کولو له جدي امرونو سره سره چې د غزې  له مظلومو او بې څوکه خلکو  ئې رامتیااخستې، د ټول قرآن  حفظ ختم کړی دی.

دغه  ۱۲ کلن ماشوم  چې د کنډوالو ، نسل وژنې او هغه جګړې سره سره چې د غزې خلک ئې تجربه کوي ،د قرآن حفظ ختم کړ، خوښۍ او ویاړ ئې احاطه کړ.

د دغه ماشوم فلسطینی پلار تېر کال شهید شو او هغه ډېر ځله کډوال شو او په داسې ځای کې ژوند کوي چې له بنسټیزو اسانتیاوو څخه بې برخې دی.

له مخې چې البراء  آکا  په خپل رسمي انسټاګرام  پاڼې کې اعلان کړی، هغه هم خپل تره زوی «احمد» له لاسه ورکړی چې ددې هم عمره ؤ او  د قرآن په حفظ کې ئې ورسره سیالي کوله.

البراء لکه چې له خپل پلار سره د هغه له شهادت مخکې ژمنه کړې وه،  قرآن کریم به حفظ کړي. هغه د بقرې سورې وروستي ايتونه د خپلې ترور «نور الهدي» لپاره تلاوت کړ چې تېر کال ئې خپل ماشومان له لاسه ورکړي وو. بیا ئې د فاتحې سورې لوستل د خپلې مور «هبة الله» لپاره پیل کړ چې د خپل زوي  د استعداد په دلیل د خوښۍ او ویاړ له  امله ئې اوښکې  څاڅېدلې وې.

د دغه فلسطینی ماشوم د  ټول قرآن له حفظ وروسته د ویډیو خپريدل په ټولنیزو رسنیو کې له ښه هرکلي سره مخ شو او کاروونکو خپل نظرونه (کمېنټونه) په دې اړه ولیکل چې ځیني ئې ستاسو خدمت  ته وړاندې  کوو:

 خداي دې له دغو قرآني  حافظانو له لارې  اسلامي امت  ته خیر او ګټه ورسوي، هغه دې د مور د خوښۍ او د قرآن د غوره حامل په توګه وګرځوي :

کاروونکو همدارنګه ولیکل: «ائ د غزې خلکو، تاسو څومره پاک یاست. تاسو د امت لپاره  مثال  یاستئ، البراء خدای دې مو نږ یو موټی او ساتونکي کړي».

https://iqna.ir/fa/news/4304742

captcha